د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د تغذیې بحران په نړۍ کې یو له ناوړو بحرانونو څخه دی. یونیسف ویلي، چې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ او یو میلیون ماشومان د وزن له شدید کمښت سره مخ دي. د مالوماتو له مخې څو کلنه وچکالي، د ورښتونو کمښت او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې میلیونونه کورنۍ ونه شي کړای اړینو خوړو ته لاسرسی ولري. نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې له بېړنیو او پراخو مرستو پرته به د شدیدې خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د مړینې ګواښ زیات شي.







