په لوګر کې د کرنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز، برکي برک او څرخ ولسوالیو پر ۲۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرآقا پیر حبیبالرحمن رسنیو ته ویلي، چې یاده مرسته د (ایف اې او) موسسې له لوري ترسره کېږي. د نوموړي په خبره، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.








