د عامې روغتيا وزارت په یوه خبر پاڼه کې د هیواد په شمال کې د زلزلې وروستي ارقام خپاره کړي دي. په خبل پاڼه کې راغلي “دا چې د زلزلې له کبله د هېواد په شمال کې ولسونو او سیمې ته زیات زیان رسیدلی او ساحه پراخه وه؛ نو د افغانستان اسلامي امارت د ټولو اړوندو ادارو د پوره هڅو او پر وخت ځواب ویلو سره د ژغورنې عملیات په زيانمنو شویو سیمو کې پای ته رسیدلي، چې د ټولو معلوماتو تر راټولولو وروسته، د زلزلې د ټپیانو شمېر ۹۵۶ دی او ۲۷ کسان شهیدان شوي دي.







