د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړه. د المپیک ملي کمېټې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې شپږکسیزه پلاوي کې څلور ورزشکاران او دوه روزونکي شامل دي. ټاکل شوې دغه سیالۍ د نومبر له اوومې تر ۲۱مې د ریاض په ښار کې د ۵۷ هېوادونو ترمنځ ترسره شي. افغان ورزشکاران به په ۷۱، ۷۹، ۸۸ او له ۱۱۰ کیلوګرامه پورته وزنونو کې سیالۍ وکړي.







