په کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د افغانستان د شمال زلزله ځپلو لپاره یې د دغه هېواد د مرستو لومړۍ جوپه افغان چارواکو ته سپارلې ده. سرچینې ویلي، چې په دغو مرستو کې درمل او خېمې شاملې دي. سرچینې ویلي، چې په بلخ کې د ایران کونسل حمید رضا احمدي له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه سمنګان ته سفر کړی او د اړتیا پر مهال یې د نورو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.







