رويټرز په یوه خپاره کړي راپور ویلي، چې برازیل د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون دېرشم کنفرانس (COP30) پيل کړی او هیله لري، چې د تودوخې پر ضد د مبارزې لپاره د نړۍوالې ټولنې اراده لا هم څرګنده پاتې شي. دا په داسې حال کې ده، چې روان کال له اقتصادي ناورینونو او د امریکا لهخوا د اقلیمي ژمنو د لغوه کېدو سره مل و. په راپور کې راغلي، چې د سایو پایولو سوداګریز مشران په دې هڅه کې دي، چې حکومتونه د انرژۍ د انتقال په برخه کې د مالي ملاتړ لپاره قوي سياستونه عملي کړي. دوی په يوه لیک کې له حکومتونو غوښتي، چې ژر تر ژره د فوسیلي سون توکو پر ځای د نوي کېدونکو انرژیو د کارونې هڅونې وړاندې کړي.







