د سمنګان ولایت ځایي چارواکو ویلي، د تیرې شپې زلزلې په پایله کې، چې د سمنګان ولایت په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې، لږ تر لږه ۸ تنه مړه شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.د مالوماتو له مخې یاده زلزله تېره شپه شاوخوا یوه بجه شوې ده. د سمنګان د عامې روغتیا رئیس، قاري لطفالله حبیبي ویلي، چې د زلزلې له امله په مرکز ایبک کې یو تن مړ شوی او له ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي؛ په خُلم ولسوالۍ کې بیا ۶ تنه مړه شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي، او په حضرت سلطان ولسوالۍ کې هم یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.







