د چاپېریال ساتنې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د یونېسف له مسوولینو سره د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې خالص له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د زیانمنو ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړي. د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دغه راز د یونېسف له ادارې څخه غوښتې، چې په خپلو پلانونو کې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي او داسي اسناد چمتو کړي چې نړۍوالو ته د منلو وي. خالص ټينګار کړی، چې د افغانانو بشري موضوع دې له سیاست څخه جلا شي.







