د هرات ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې راستنو شویو هېوادوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ رسماً پیل شوې ده. د یاد ولایت د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د کډوالو ښارګوټي لپاره ټولټال ۶ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې په لومړي پړاو کې به د ۳ زره جریبه ځمکو نمرې مستحقو کسانو ته ووېشل شي.







