د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې پیلیږي. افغان لوبډلې تر دې وړاندې لومړۍ سیالي ګټلې ده. دغهراز، افغان لوبډله به له زمبابوې سره خپله درېیمه لوبه د نومبر په دویمه ترسره کړي.







