په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج الدین اویوالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې چې د ژمي په را نږدې کېدو یې په بامیانو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې په دغه ولایت کې ۲۴۴ اغېزمنو کورنیو ته ژمنۍ جامې او توکي رسېدلي دي. هغه وایي، چې یونیسف هغه کورنۍ او ماشومان چې د اغېزمنتیا کچه یې پورته ده، د خپلو ملاتړو پروګرامونو په لومړیتوبونو کې راوستي دي. له دې وړاندې هم یونیسف ویلي و چې افغانستان د تیرو څو لسیزو جګړو، طبیعي اپتونو او اوږدمهاله بېوزلۍ له امله له پېچلو بشري بحرانونو سره مخ دی.







