د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قزاقستان د صدراعظم مرستیال ژومان ګارین، د ملي اقتصاد وزیر او د دې هېواد د نورو سیمهییزو مسوولینو او د دواړو هېوادونو سوداګرو په شتون کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شوی دی. عزیزي د دغه نندارتون پرانیسته د ظرفیتونو پېژندل، د افغانستان د تولیدي محصولاتو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا بللې ده. د مالوماتو له مخې دغه نندارتون به روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.







