د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغان–قزاق سوداګریزې غونډې پر مهال د دواړو هېوادونو د ۱۵ شرکتونو ترمنځ د ۳۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې هوکړه لیکونه د تېلو، غنمو، اوړو، خوراکي توکو، ټرانسپورټ او ګډې پانګونې په برخو کې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال ویلي، چې افغانستان د پانګوالو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي دي. قزاق چارواکو د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی دی.







