د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په سعودي عربستان کې د دغه هېواد او د پاکستان د روغتیا له وزیرانو سره کتلي او د ساري او غیر ساري ناروغیو د وقایې، د نشه يي توکو د کارونې د مخنیوي، د درملو کیفیت، قانوني وارداتو، د پولیو د له منځه وړلو او د سلمان خیریه بنسټ له لوري د روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا د موضوعات په اړه یې خبرې کړې دي. جلالي د پولیو په له منځه وړلو کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی او د سعودي او پاکستان د عامې روغتیا وزیرانو په روغتیایي برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.







