د بلخ والي محمد یوسف وفا ازبکستان کې د بلخ او سرخاندریا ولایتونو ترمنځ د همکارۍ کاري کمیسیون پنځمه غونډه کې ګډون کړی. د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ پلاوي، د ازبکستان په رسمي بلنه تر مذ ته سفر کړی او هلته یې د ترمذ له والي قاسیموف اوغلبیک او یوشمېر نورو مسوولینو سره کتلي دي. په دې کتنه کې په سوداګریزو، علمي، فرهنګي، کلتوري، امنیتي او کرنیزو اړیکو سربېره افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته د ویزو په ورکړې، د هوا او ریل پټلي له لارې د صادراتو او وارداتو په ډېرېدو، سرحدي سیمو کې د امنیت پر لا ټینګښت او د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. په دې کتنه کې د بلخ والي په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د یاد هېواد علمای کرام او فرهنګي شخصیتونه ته یې بلنه ورکړه، څو بلخ ولایت ته علمي او فرهنګي سفر وکړي.







