د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو کابو دوه اونۍ تېرې شوې دي. افغان سوداګرو ویلي، چې په دغه موده کې د دواړو خواو سوداګرو ته میلیونونه ډالره مستقیم او غیرمستقیم مالي زیانونه اوښتي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغو ستونزو او د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان د توکو د ټرانزیټ د درېدو په اړه ویلي، چې د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه اقدام موخه یې د افغان بزګرانو، سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ دی.







