د تخار ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د تالقانو ښار د تېلو پخوانۍ څلور لارې څخه ترشهیدي څلورلارې پورې د عمومي سړک د قیرکولو او پراختیا پروژې چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د تالقانو ښاروالۍ مسوولین وایي، چې یاد سړک ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۲۵ متره سور لري، چې چارې یې د یادې ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې پکې د سړک د دواړو غاړو ویالې او ګلدانونو جوړول شامل دي. په ورته وخت کې د تالقان ښاروال مولوي عبدالغفورسیرت یاده پروژه د ښاري پرمختګ او د خلکو د تګ راتګ په برخه کې مهم ګام بللی دی.







