د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو این ډي پي) راپور ورکړی، چې د دغه بنسټ د باور د تضمین طرحې د افغانستان له اقتصادي بحران سربېره هم د زرګونو کاروبارونو د ملاتړ او زرګونو دندو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده. یاد بنسټ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پانګې صندوق یو میلیون ډالرو له ۷۵۰۰ کوچنۍ او منځنۍ کچې کاروبارونو څخه ملاتړ برابر کړی. په راپور کې راغلي، د دغه ملاتړ په پایله کې ۱۶ زره نوې دندې رامنځته شوې دي. راپور زیاتوي چې د یادو ټولو کاروبارونو له ډلي څه باندې ۲۲۵۰ شرکتونه یې د مېرمنو دي او نږدې پنځه زره مېرمنې بیا د نویو استخدام شویو کسانو په ډله کې شاملې دي.







