د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې کړې. په منظور شویو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یوشمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.







