په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي په تازه مرکه کې ویلي، چې تهران هڅه کوي ځینې هغه توکي چې پخوا به یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي. ایران غواړي د پیل لپاره له افغانستان څخه غوښه، پنبه او ځینې کرنیز محصولات وارد کړي. عليرضا بېکدلي پرون له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر د ترسره شوي سفر د پایلو په تړاو ویلي، له افغان لوري سره هوکړه شوې ځينې هغه سوداګریز توکي چې پخوا به مو له نورو سیمو راواردول، د افغانستان د چمتووالي په صورت کې به له دغه هېواده راوارد کړو.







