د نورستان ولايت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له بېلابېلو کانونو څخه ترلاسه شوې ۲۵۰ کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۴۱ میلیونه ۴۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغې بولې له درکه ۱۴ میلیونه ۱۴۲ زره افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.







