د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا د مرکزي زون اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا پر وړاندې وبایلله. دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، نن د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شوې. د افغانستان ملي لوبډلې نن له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه وکړه، چې په پایله کې د درې پر دوه امتیازونو په توپیر د سریلانکا لوبډلې بریا خپله کړه. ټاکل شوې چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله خپله دویمه لوبه سبا د مالدیف له لوبډلې سره ترسره کړي.







