د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي خبر ورکړی، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادراتو په کچه کې ۷۸ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ته د ایران د صادراتو په کچه کې د دغه زیاتوالي سره د دواړو هېوادونو د صادراتو کچه ۱،۱۵۶ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې. روستایي ویلي، د صادراتو ارزښت ۷ سلنه او د وزن کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې چې ټول صادرات یې ۳زره او ۲۴ټنه اټکل شوي دي. د هغه په خبره د ایران له لوري افغانستان ته د صادرېدونکو مهمو توکو په نوملړ کې تېل، ګاز، اوسپنه، فولاد، سمنټ، خوراکي توکي، مېوې او سبزیجات شامل دي. وچه مېوه، کیمیاوي بوټي، حبوبات او ځینې نور توکي ایران ته د افغانستان په صادراتو کې شامل دي.







