د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي ډاکټر تاجالدین اویوواله خبر ورکړی، چې د افغانستان په لوېدیځ کې دې ادارې له هغو کورنیو سره مرسته کړې، چې تازه له ایران څخه راستانه شوې دي. سرچینې ویلي، دا مرستې د چین حکومت په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې له ۱,۹۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د روغتیایي توکو بېړنۍ مرستې رسېدلې دي. په دغو مرستو کې د ښځو د حفظالصحې توکو ځانګړې کڅوړې او نور ضروري مواد شامل دي، چې موخه یې د راستانه شویو کورنیو د روغتیا خوندیتوب او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی ښودل شوی دی.







