د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن غرمه ۱۲ نیمې بجې یوازینې ټیسټ لوبه پیلېږي. دغه لوبه به د زمبابوې په هرارې کرکټ لوبغاليکې پیل شي چې تر جمعې ورځې به دوام وکړي. کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې راشدخان به په دې یواځینۍ ټیسټ لوبه کې د هغه د ارامتیا او راتلونکو ښو نړیوالو لوبو په خاطر ونه لوبیږي؛ خو په شل اووریزو لوبو کې برخه اخلي. د یاد ولو وړ ده، چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به تر ټیسټ لوبې وروسته د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شي.







