د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د وګړو صندوق د کډوالۍ نړیوال سازمان او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره په کتنه کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او د نړۍوالو له لوري د مرستو پر غوره مدیریت ټينګار کړی دی. د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه د روغتیایي او پراختیایي خدمتونو پر څرنګوالي، د روغتیا په برخه کې د مرستو او سرچینو پر غوره مدیریت، د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د لومړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو برابرولو او په چارو کې د دوامداره همغږۍ اړوند هم خبرې شوې دي.







