په لوګر ولایت کې د افغاني سري میاشتنې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د یاد ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي دي. د لوګر د سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میرهاشم حزبالله، د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د مرستې رسولو، بشرپالو خدمتونو، ښوونې او روزنې، روغتیایي او یوشمېر نورو برخو کې یې ۱۳۰زره کسانو ته خدمات رسولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د لوګر سرې میاشتې ریاست تېر یوه کال په ترڅ کې د شاخوا ۱۵ میلیونه افغانیو نقدي مرستو د وېشلو سربېره، ۷۰ تنه اړمنو زده کوونکو ته په عصري او دیني برخو کې د زده کړې زمینه هم برابره کړې ده.







