د صنعت او سوداګرۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له صنایعو او بنسټیزو پروژو لیدنه کړې او د پانګونې پر جذب او افغانستان ته یې د ټکنالوژۍ پر واردولو ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې دغه لیدنه له پرمختللو صنعتي تجربو څخه د ګټې اخیستنې، د ټکنالوژۍ لاستهراوړنو د لیدنې، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوې ده.







