د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پرلهپسې نښتو له کبله نن پنځمه ورځ ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې شوې دي. د سرچینو په خبره د تورخم او سپین بولدک په ګډون ټولې لارې د مساپرو او لویو بار وړونکو موټرونو پرمخ تړلې دي. که څه هم ظاهرا د دواړو غاړو ترمنځ اوربند شوی؛ خو لا هم د لارو د خلاصون کوم څرک نه لیدل کېږي. د سرچینو په خبره هره شېبه د جګړې د بیا پیلېدو احتمال شته. له بل پلوه په تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو کې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته بار وړونکي سوداګریز موټرونه هم بند پاتې دي او سوداګرو نیوکې کړې، چې توکي یې د خوسا کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې چې د کړکېچ له کبله سوداګرو هم درانه مالي زیانونه لیدلي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ناورین لا په پراخېدو دی.







