د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د لړم له ۳مې تر ۸مې نېټې به د افغانستان او قزاقستان درېیم ګډ نندارتون د قزاقستان په چمکنت ښار کې جوړ شي. دغه وزارت ویلي، د نندارتون موخه د افغان محصولاتو او تولیداتو بازارموندنه او اقتصادي اړیکو پراختیا ده او په همدې تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قزاقي لوري سره د همغږۍ ناسته کړې ده. اقتصادي شنونکي دا ډول نندارتونونه د افغان محصولاتو لپاره مهم بولي او له حکومته د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.







