د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شوي ۸ زره ۶۲۸ قيراطه زمرد د ۴۷۵ زره ۴۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د پنجشېر ولایتي مسوولین وايي، چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ورځ تر بلې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو سیمې پراخې شوې دي.







