مشهور هندي سوداګر او د دغه هېواد په پارلمان کې د پنجاب استازي وېکرم جیت سېنګ له متقي سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ به د وچې مېوې، تازه مېوې او نورو توکو د انتقال او له هنده افغانستان ته د درملو د را استولو لپاره به له امرېتسره کابل ته مستقیمې الوتنې پيل شي. هغه زیاته کړې، چې دا پرېکړه د ځمکني ترانسپورت د ستونزو د حل او د پاکستان له لوري د وخت ناوخته خنډونو مخنیوي لپاره شوې ده.







