د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور د همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه شوې ده. په دې غونډه کې شاوخوا ۸۰ افغان سوداګرو او له ۲۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو ګډون کړی و. غونډه د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په ابتکار جوړه شوې وه او د خوړو، ودانیزو توکو، درمل جوړونې، نساجۍ، لوژستیک او موټرو پرزو برخې یې اصلي موضوعات وو. یاده غونډه د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس داوران وخابوف، د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس محمد کریم هاشمي او په ازبکستان کې د افغان سفیر عبدالغفور بحر پرانېستې ده.







