د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه تر اوسه یې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۱۰ ټولنې له پروګرامونو برخمنې شوې دي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې دا پروګرامونه محلي اوسېدونکي ځواکمنوي څو خپله د چمتووالي مشري ولري او د پېښې له پېښېدو وړاندې د ټولنې خوندیتوب پیاوړی کړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دا اقدامات د زیانونو کچې په راکمولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خوندیتوب زیاتولو کې مرسته کوي. د کډوالۍ نړیوال سازمان دا څرګندونې د «طبیعي پېښو د ګواښ کمولو نړیوالې ورځې» په مناسبت کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د وروستیو خونړیو زلزلو له کبله ګڼ زیانونه اوښتي دي.







