د بامیانو ولایت د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۳۴ میلیونه او ۷۷ زره افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې د دولتي چارواکو، علماوو او د سیمې د استازو په شتون کې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د هوټل نوي ښاروالۍ ۳۴۰ متره سړک پخول، د غلغلې بازار ۷۵۰ متره سړک پخول، د ښار د څراغونو بیارغونه، د اوبو رسولو شبکه، شنه ساحه او د پارکونو جوړول شامل دي.







