د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر له درېیو نورو چارواکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه ویلي، چې د راستنېدونکو او په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې چمتووالی نیولی دی. سرچینې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د مالوماتو او احصایې ادارې او د ټرانسپورت او هوايي چلند او دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو له مرستیالانو سره په کتنه کې زیاته کړې، چې د اسلامي نظام مسوولیتونو ته په کتو د نظام ساتنه او د ولس د ستونزو حل د دوی لومړیتوب دی. دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سربېره ځينو اروپايي هېوادونو هم د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو اېستنې ته دوام ورکړی او یوازې د روان کال په لړ کې څه باندې ۱ میلیون افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.







