د عامې روغتیا وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د کتنې پر مهال د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د درملو او طبي وسایلو د وارداتو او د کابل او بامیان روغتونونو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو د افشار او بامیان د روغتونونو د جوړېدو، او د سرطان په ګډون په مهمو طبي برخو کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي، جلالي د لیدنې پر مهال ویلي، چې عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د افغان روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو ترڅنګ، د درملو او پرمختللو وسایلو واردولو، د واکسین د کورني تولید او نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګونه وشي.







