د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې له اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ د ستونزو ترڅنګ سوداګریزه راکړه ورکړه هم زیاته شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ سوداګري له کومې ستونزې پرته روانه ده او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال پرتله زیاته شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، آخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په اتو میاشتو کې اروپايي هېوادونو ته ټولټال صادرات څه باندې ۱۷ میلیون ډالره وو او له دغو هېوادونو واردات نږدې ۱۴۳ میلیون ډالرو ته رسیږي. دغه هېوادونه؛ جرمني، سویډن، فرانسه، ایټالیا، هالنډ، هسپانیه او انګلستان او ګڼ نور دي.»







