د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د ترکیې سفیر په کابل کې د دغه وزارت له وزیر نورالدین عزیزی سره په کتنه کې هغه ته د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو پنځمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته به د ترکیې په کوربتوب د روان کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره شي. د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د ترکیې سفير له نورالدین عزیزي څخه غوښتي، چې د همدې کنفرانس وروسته په استانبول کې د حلالو محصولاتو په جوړېدونکي نندارتون کې هم برخه واخلي. دغه نندارتون د همدې کال د نومبر میاشتې له ۲۷ څخه تر ۳۰مې نېټې تر سره کېږي.







