په کابل کې د ایران سرپرست سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي او دواړه لوري هڅې کوي چې د شته ظرفیتونو په کارولو سره د توکو د لېږد رالېږد بهیر چټک کړي. بیکدلي له طلوع نیوز سره په خبرو کې دغه راز پر چابهار بندر د امريکا بندیزونو ته په اشارې ویلي، د میلک پولې په ګډون ټرانزیټي لارې لا هم فعالې دي او دا بندیزونه به منفي اغېز ونه کړي. هغه زیاته کړې چې له چابهار بندره په ښه توګه د ګټې اخیستنې لپاره د زیربناو د بشپړولو او د وسپنې پټلۍ د پیاوړي کولو چارې روانې دي.







