متحده عربي اماراتو د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو لپاره نورې بشري مرستې هم لېږلې دي. له دې مرستو سره افغان زلزله خپلو ته د متحده عربي اماراتو ټولې مرستې تر ۳ زره او ۶۸۱ ټنه اوښتې دي. د اماراتو په مرستو کې خوراکي توکي، موقتي استوګنځایونه او طبي وسایل شامل دي. د اماراتو دولتي خبري آژانس (وام) پرون راپور ورکړی چې دغه مرستې د افغانستان د ختیځو ولایتونو زرګونو اغېزمنو کورنیو ته رسول شوي دي. دا د اماراتو د بشري مرستو درېیمه جوپه ده، چې له زلزلې وروسته د افغانستان ختیځ ته استول کېږي. دغه هېواد تر دې وړاندې د ژغورنې یوه ډله هم زلزلهځپلو سیمو ته استولې وه.







