د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون( ای ایف ار سي)خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د ختیځ لسګونه زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم بې سرپناه شپې او ورځې تېروي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د ای ایف ار سي او شریکانو له خوا یې ملاتړ شوی، تر اوسه نژدې ۹۰ زره کسانو ته د بیړنیو روغتیایي خدمتونو، سرپناه، خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې رسولې دي – خو اړتیاوې خورا سترې دي. د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون پرون په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې روغ پاتې شوي خلک د سخت ژمي له ننګونو سره مخامخ دي.







