د نړۍ د پایداره توسعې او فرهنګي تګلارو سږنۍ غونډه د سپتمبر له ۲۹مې نېټې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې د هسپانیې په برسیلونه کې ترسره شوه. د ملګرو ملتونو یونیسکو سازمان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په دغه غونډه کې له ټولې نړۍ څخه د غلا شویو لرغونو اثارو لومړنی مجازي موزیم معرفي کړ.
یونیسکو د خپل دې کار موخه د کلتوري او هنري شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د نړیوالې همکارۍ پياوړتیا او د دغو شتمنیو د ناقانونه پیر او قاچاق مخ نیوی بللی دی.
یونیسکو سازمان ویلي، دغه مجازي موزيم د درې بعدي ماډل جوړونې او مجازي حقيقت په څېر نوې نوښتي ټیکنالوژۍ کاروي، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا انتخاب شوي ورکو کلتوري شتمنیو ډیجیټلي بڼې یې جوړې کړې او نندارې ته وړاندې شوي دي.
د موزیم په ویبپاڼه کې مالومات ښيي، تر اوسه په دغه موزیم کې د ګردې نړۍ څه باندې ۲۷۰ غلا شوي لرغوني اثار شامل دي او د ټولو هېوادونو خلک يې کتلی شي.







