د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان دا مهال۲۰ قلمه توکي ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، مالوچ، وچه انځر، ممیز، اینجه او د هغې تخم، ډبرو سکاره، تازه او وچ پیاز، رومیان، مڼې، د پستې او بادامو مغز، انار، زعفران، زیره، انګور، کاني ډبرې، سرب، غیرالکولي مشروبات، انرژي څښاکونه او د مېوو جوس د افغانستان له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره پراخې هڅې پیل شوي دي. د دغې خونې د مسوولینو په وینا، د خلیج هېوادونه، منځنۍ اسیا او اروپا د افغانستان د صادراتي محصولاتو لپاره مناسب او پراخ بازارونه ګڼل کېږي.







