د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د لوږې او شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې افغانستان د ټولنیزو خدماتو د پرځېدو شاهد دی او د پراختیايي او بشردوستانه پروګرامونو په برخه کې د بودیجې کمښت وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی. د اټکل له مخې ښايي سږکال په افغانستان کې ۴.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، د تېر کال پرتله تر نیم میلیون ډېر چې د دغه هېواد په تاریخ کې د خوارځواکۍ لوړه شمېره ګڼل کېږي. په راپور کې راغلي چې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲ میلیونه افغانان په جبري توګه راستانه شوي، پرته له دې چې کومه مرسته ورته برابره شي.







