د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د یو شمېر ریيسانو او د عزیزي شرکت ګروپ د تخنیکي مسوولینو په حضور کې د ۱۰ زره میګا واټه برېښنا د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی دی. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت وزیر عبداللطیف منصور او د عزیزي ګروپ تخنیکي مسوولینو د یوې ناستې په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو راپور وړاندې کړی. د ناستې په ترڅکې، د انرژي پروژو د تولید، پراختیا او لېږد د پانګونې چارو په برخه کې د دواړو لورو فعالیتونه او لاسته راوړنې څیړل شوې دي.







