د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تېر کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱،۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۹۶۲۶۵۹ میټریک ټنه انتقالات شوي وو، خو د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د انتقالاتو کچه ۲۱۸۱۵۴۴ مټریک ټنو ته لوړه شوې ده. نوموړي د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د کچې زیاتوالی د افغانستان لپاره اقتصادي پرمختګ بللی دی.







