د افغانستان معلولینو کرکټ ملي لوبډله نن د یو لړ سیالیو په موخه پاکستان ته لاړه. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ویلچیر معلولینو کرکټ افغان لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې د سیالې پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې څلور شل اوریزې سیالۍ وکړي چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه پیلیږي او د راتلونکې اکټوبر تر دوېیمې به دوام وکړي.







