د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شپږ میلیارده او ۷۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو په پرتله پکې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشت کې افغانستان د شپږ میلیارده او ۷۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګري کړې ده. د نوموړي په وینا، د تېرکال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله د سوداګرۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. اخوندزاده ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان، هند، متحده عربي امارات، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، ایران چین او عراق ته د ۷۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انځر، ممیز، پنبه، زردالو، زعفران، پېسته، انګور او نور توکي صادر شوي دي او د کال د شپږو میاشتو په پرتله په صادراتو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.







