د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې په خوراکي او غیرخوراکي توکو بار د قراقستان د بشري مرستو یوه جوپه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ته راورسېده. د قراقستان سفیر دغه مرستې د هرات سیمهییزو چارواکو ته سپارلې دي. په دغه مرستو کې ۷۲۰ ټنه اوړه، ۱۰۳ ټنه بوره، ۵۰۰ خېمې او ۲زره کمپلې شاملې دي.







